
د ایکنا د راپور له مخې چې د «صدی البلد» له خبري سرچینې څخه یې نقل کړی راغلی دي، شیخ سید سعید چې د «سلطان القراء» په لقب مشهور و، په مصر او اسلامي نړۍ کې د قرآن کریم د تلاوت او مداحئ او نعتونو له مخکښو او وتلو څېرو څخه شمېرل کېده.
هغه د ۱۹۴۳ کال د مارچ په اوومه د مصر د دقهلیه ولایت د جمالیه ولسوالۍ اړوند د «میت مرجا سلسیل» په کلي کې وزېږېد. نوموړی په یوې بېوځله کورنۍ کې لوی شو چې نهه اولادونه ئې لرل، او د خپلو وروڼو ترمینځ تر ټولو کشر و. له ماشومتوبه ئې د ښکلي او پیاوړي غږ ځانګړی استعداد درلود.
شیخ سید سعید په نهه کلنۍ کې قرآن کریم حفظ کړ. د هغه قرآني ژوند د خپل کلي په قرآني مکتب کې د شیخ عبدالمحمود عثمان تر لارښوونې لاندې پیل شو. د تلاوت په برخې کې د هغه د بېساري استعداد له امله ئې شهرت د دمیاط ولایت په ټولو سیمو کې خپور شو او وروسته ئې د قرآن کریم د تلاوت لپاره د نړۍ ګڼو هېوادونو ته سفرونه وکړل.
شیخ سید سعید د کم عمرۍ پر مهال د مالي ستونزو او بېوزلۍ له امله ښوونځی پرېښود. خو د خپل زړه راښکونکي غږ او د موسیقۍ او مقاماتو د زده کړې د ځانګړي استعداد له کبله، چې یوازې د اورېدو له لارې او له رسمي زده کړو پرته ئې ترلاسه کړی و، د قرآن کریم تلاوت ئې په نړۍ کې خپل ځانګړی ځای وموند. د مصر د قاریانو سلطان خپل شاوخوا خلک ځان ته جلب کړل او د یوه نامتو قاري په توګه ئې شهرت هر لور ته خپور شو.
شیخ سید سعید به د هېڅ ډول مالي اجرت له غوښتلو پرته قرآن کریم تلاوت کاوه. هغه ویل:
«زه قرآن کریم د هغه د مینې په خاطر تلاوت کوم، نه د پیسو لپاره. د خداي تعالی آیتونه نه پلورل کېږي:::
دغه مصري قاري د نړۍ په ګڼو هېوادونو لکه متحده عربي اماراتو، عراق، لبنان، سویلي افریقا، ایران، د آذربایجان جمهوریت او سویس کې د قرآن کریم تلاوت کړی دی.
ډېری کسان په دې باور دي چې د یوسف (ع) سورې ریکارډول د هغه په ژوند کې تر ټولو مهم پړاو و. همدغه ستر بریالیتوب هغه ته پراخ شهرت ور په برخه کړ او د «سلطان القُراء» لقب ئې ترلاسه کړ؛ هغه لقب چې تر نن ورځې پورې د مصري قاریانو په منځ کې ورسره مل پاتې دی.
هغه د مصر د قاریانو او حافظانو په اتحادیه کې هم مهم او اغېزمن رول درلود.
شیخ سید سعید له ناروغۍ له یوې مودې مبارزې وروسته د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال د غبرګولي په ۳مه، چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د مې له ۲۴مې سره برابره وه، د ۸۲ کلونو په عمر وفات شو.نوم او خاطره ئې تل ژوندئ...
https://iqna.ir/fa/news/4354330